محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: له غني او عبدالله سره د خلیلزاد پرله پسې لیدنې
له هغې وروسته کله چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ترسره کړل او ځانونه یې ولسمشران اعلان کړل، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دغو دوو کسانو سره خپلې لیدنې زیاتې کړې دي.
په دغې خپرونه کې کوربه کریم امیني په دې اړه ولسمشر د ویاند له مرستیال لطیف محمود او د عبدالله عبدالله له نږدې کسانو حشمت راد فر سره بحث او خبرې کړې دي.