د کابل طبي پوهنتون کې ډاکټران وايي چې د مصنوعي تنفس لپاره یې دستګاه جوړه کړې ده. دوی زیاتوي چې دوی کولی شي د دریوو ورځو په ترڅ کې یوه جوړه کړي.
خو تر اوسه یاده دستګاه د ناروغانو لپاره نه ده کارول شوې.
دغه ډاکټران وايي چې د دستګاه په جوړولو کې یې له هغو توکو کار اخیستی دی چې په بازار کې پیدا کېدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال ویب پاڼې د مالوماتو له مخې اوس مهال نړۍ کې د ونتيلاټور(د مصنوعي تنفس دستګاه) بیه ۳۰ زرو ډالرو ته رسېدلې ده.