د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د چنګاښ ۰۲ مه نېټه
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتون له دندې تر ګوښه کېدو لس میاشتې وروسته د خپل کاري ماموریت له دورې یو کتاب لیکی دی.
د دغه کتاب په دوو څپرکو کې له افغانستان سره د اړیکو، له طالبانو سره د خبرو اترو او همداراز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون او یا هم وتنې په اړه د ولسمشر ټرمپ د دریځ په اړه څرګندونې راغلي دي.