د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د چنګاښ ۲۱مه نېټه
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د هېواد عدلي او قضايي بنسټونه د څه باندې ۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه ملاحظې لري او شونې ده چې دغه بندیان ازاد نه شي.
د ولسمشر ویاند د صدیق صدیقي وايي چې تراوسه د طالب بندیانو د ازادولو نوی نوملړ له افغان حکومت سره شریک شوی نه دی.