فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: کابل ته د خلیلزاد تازه سفر
هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په ترڅ کې د طالبانو لخوا د اختر دریوو ورځو کې اوربند اعلان سره د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له حکومتي چارواکو سره یې لیدنې درلودې.
په همدې حال کې د مصالحې عالي شورا د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي خلیلزاد کابل کې د امریکا سفیر سره په ګډه سپېدار ماڼۍ کې له عبدالله عبدالله سره بېله لیدنه هم درلوده.
په دې خپرونه کې کوربه، یاسر ابرار پر همدې موضوع د ولسمشر له ویاند، صدیق صدیقي سره خبرې کړې دي.