د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او څارونکو بنسټونو چارواکي وايي چې په یوه وروستي کال کې د حکومت په عاید لرونکو بنسټونو کې فساد خپل وروستي حد ته رسېدلی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې په برخه کې د حکومت له ژمنو د پنځو کلونو په تېرېدو سره دغه ښکارنده لا هم مخ په پراخېدو ده.
دوی وايي، دمګړۍ د حکومت په عایداتي بنسټونو کې فساد تر بل هر وخته څو برابره ډېر شوی او آن د مالیې وزارت او ګمرکونو ځینې لوړ پوړي چارواکي په دې برخه کې تورن کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي:«اخاذۍ او د زورواکو کسانو حضور بیخي زیات شوی او دولت هېڅ کله له هغوی پوښتنه نه کوي، له ټولو ګواښونکې دا ده چې ویل کېږي چې ډېر لوړپوړي کسان حتا د وزیرانو په کچه په دغه بهیر کې دخیل دي.»
له اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې د څار کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني څرګندوي:«د قانون د تطبیق په برخه کې، له فساد سره د عدلي او قضايي مرکز ځينې ژمنې کړې دي چې نه دی توانېدلی هغه عملي کړي، همدا ډول د ملي شورا د څار برخې هم په دې برخه کې کوم فعالیت ندی لرلی.»
له بل لوري د روڼتیا څار بنسټ په دولتي بنسټونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پڅ کار له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په دې وروستیو کلونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په کړنلارو او قوانینو کې له بدلونونو پرته بل هېڅ کار نه دی شوی.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وویل:«هغه ژمنې چې افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې کړې دي د لوایح او کړنلارو او قوانینو بدلون دی او تراوسه د فساد په کموالي د خلکو د ژوند ښه والي او قانون حاکمیت په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.»
د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، حکومت په دې نه دی بریالی شوی؛ چې د اداري د فساد پر وړاندې د رېښتینې مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د ولسي جرګې غړی محمد عظیم کبرزاني وايي:«د فساد ګراف مخ په زیاتوالی دی او صعودي حالت کچ کوي، د دې لپاره که چېرې وغواړو له فساد سره مبارزه وکړو، باید له اصلي کسانو پيل وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې، د لوړ پوړو چارواکو یا سام ناسته کې ولسمشر غني د اداري فساد پر وړاندې پر جدي مبارزې یو ځل بیا ټینګار وکړ.
په دې اړه مالیه وزارت وايي، افغان حکومت په دې بریالی شوی چې، د نورو نړیوالو مرستو د جلب لپاره د خپلو کړو ژمنو ۸۰ سلنه عملي کړي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي څرګندوي:«افغان حکومت هم چې کومې ژمنې لرلې دي د جون میاشتې تر پایه زموږ میاشتني رپوټونه د دې ښودنه کوي چې څه باندې اتیا سلنه خپلې ژمنې عملي کړو.»
په هېواد کې اداري فساد نه یوازې دا چې د هېوادوالو لپاره یوه ننګونه ده؛ بلکې د نړیوالې یو سرخوږی هم دی.
په بروکسل کې د حکومت د کړو ژمنو له مخې، د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کولی شي له افغانستان سره د نړیوالو مشروطو مرسته د دوام موکه برابره کړي؛ خو د ځينو سوداګرو په وینا له تېر یوه کال راهیسې، د هېواد په ګمرکونو کې د فساد پر ځای اوس د ملي عوایدو چور روان دی او حکومتي مسوولین په دې برخه کې چوپه خوله دي.
په دې اړه مو اندونه