محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: بلخ ولایت کې د موټر بم چاودنه
داسې رپوټونه رارسېږي چې د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د ملي پوځ د کومانډو یوې قطعې ته نږدې موټر بم چاوده شوې ده.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې تراوسه د دغې پېښې له امله د ځاني او مالي زیان په هکله کره معلومات په واک کې نشته.
ورته مهال په دغه ولایت کې یوه امنیتي شرچینه د دې پخلی کوي چې په دغې چاودنه کې د کومانډو یو سرتېری او او یو ولسي وګړی وژل شوي او د یوه کومانډو په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه وحید احمدي په دې اړه له خپل مېلمه د بلخ د ولايتي شورا له رییس ډاکټر افضل حدید سره بحث او خبرې کړې دي.