تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې په تړاو د ولسمشر غني خبرې
په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو تر منځ له مذاکراتو سره همهاله ؛ ولسمشر غني د سولې د ورځې په نمانځغونډه کې وایي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی ددغو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره له سیاسي لارو هڅې کوي.
ښاغلی غني ټینګار کوي چې حکومت تر سولې وروسته پروګرامونه هم تر لاس لاندې لري.
په دې خپرونه کې کوربه، نعمت روان پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، الله ګل مجاهد
د سیاسي چارو کارپوه، سید قریب سادات
ازاد خبریال، احمد ولي سرحدي