د هېواد په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سمه ییز دفتر وايي چې روان ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې د تېر کال پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
د یاد دفتر دشمېرو له مځې د روان کال له پیله بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې ۱۱۱ ولسي وګړي وژل او ۲۶۸ نور یې ټپیان شوي دي.
د بلخ ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس، سیدمحمد سامع همداراز څرګندوي چې تېرو دوو میاشتو کې د دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۳۱ ملکي کسانو ژوند بایللی او ۱۰۲ تنه چې په کې ۱۲ ښځې او ۲۵ ماشومان شامل دي، د هېواد په شمال کې ټپیان شوي دي.
پروسږکال بیا په ورته پېښو کې ۴۷ ولسي وګړي وژل او ۱۵۸ نور ټپیان شوي وو.
د دغه بنسټ په وینا، د ډېریو دغو تلفاتو عاملین طالبان دي او همدې وضعیت د بلخ اوسېدونکي هم اندېښمن کړي دي.
د هېواد شمال ته د جګړو غځېدل، د جګړې پر مهال د طالبانو له لوري د خلکو له کورونو ګټنه، له ناپيژنده خو مرګونو وسلو کارېدل او همداراز د جګړې په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون د ولسي وګړو د تلفاتو له اصلي لاملونو په ګوته کېږي.
د هېواد په شمال کې د یادو څلورو ولایتونو په منځ کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په بلخ ولایت کې رامنځته شوې ده.