فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د م.م غونډې ته وینا کې غني د اوربند غوښتونکی شو
ولسمشرغني د افغانستان د خلکو لومړیتوب اوربند بولي او زیاتوي چې له مخې یې د تاوتریخوالي کمښت له هڅه ډېر افغانانو ته د پرمختګ فرصت ورکوي.
ولسمشر غني تېره شپه(چهارشنبې د تلې په ۲مه نېټه) د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې ۷۵ غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت له طالبانو سره د خبرو هوډ سره سولې ته خپله ژمنتیا ښکاره کړې ده.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د پوهنتون له استادانو، فیض الله جلال او احمدالله علیزی سره خبرې شوې دي.