تودې خبرې: د سولې له مرکچي پلاویو سره د خلیلزاد لیدنه
د سولې خبرو د کړنلارې د جوړولو پر سر د افغانانو تر منځ د اختلافونو په دوام سره، زلمي خلیلزاد په قطر کې د دواړو خواوو له مرکچي ډلو سره ګډې ناستي او خبرې کړې دې.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم ویلي طالبان د خبرو روان جریان ته خوشبین دي. خو یو ځل بیا په ډاګه ویلي چې د دغې ډلې مرکچي پلاوي له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې، له واشنګټن سره د طالبانو د لاسلیک سوې هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي چې په دوحه کې روانې خبرې باید د امریکا او طالبانو ډلې د امضا سوي سند پر بنسټ مخته یووړل سي ،طالبانو ویلي وه که مقابل لوری دا شرط و نه مني نو بیا خبرو ته اړتیا نسته .
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسي جرګې پخوانی غړی، عبدالرحیم ایوبي
د ولسمشر سلاکار، مولوي سردار ځدرا ڼ
عبدالرحیم ایوبي، د ولسي جرګې پخوانی غړی
په دې اړه مو اندونه