په غزني ښار کې د درې هاوانونو د لګېدو په پایله کې د پنځو ماشومانو او درې ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي او د څلورو ماشومانو او درې ښځو په ګډون اوه تنه ټپيان شوي دي.
د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي چې دا پېښه نن له غرمې وروسته پنځه بجې د غزني ښار د شپږمې حوزې په نواباد سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي جمعه زاده په وینا دغه هاوانونه د وسله والو مخالفانو له لوري توغول شوي دي چې د هغوی یو پر یوې کور لګېدلی دی.
ورته مهال د پکتیا پولیسو د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یوه موټربم د چاودنې په هکله خبر ورکړی دی.
د پکتیا د پولیسو په وینا، دغه چاودنه د مومن خېلو په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې شوې ده او نښته تراوسه (۷:۲۸) روانه ده.
د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په هکله جزیات په واک کې نشته.
په دې اړه مو اندونه