نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: ولسي جرګې ته د امنیتي چارواکو بلل
کورنیو چارو وزیر وايي، طالبانو په راتلونکي پسرلي کې د بریدونو د ډېرولو لپاره چمتوالی نیولی دی.
مسعود اندرابي وايي، د سولې له هڅو سره سم، سره له دې چې، طالبان د تازه جنګي فصل لپاره چمتوالی نیولی؛ خو په وینا یې حکومت هم د هغو پر وړاندې چمتوالی لري.
نوموړي همداراز د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نویو عملیاتي ډلو د فعالیتونو له پیلېدو هم خبر ورکړ.
له دې سره سم، د څارګرې ملي ادارې مشر وايي، د هېواد په سویل کې د طالبانو پراخ بریدونه د دې لپاره دي څو له پاکستانه افغانستان ته خپله رهبري راولېږدوي.
د ولسي جرګې غړی، خالد اسد
پوځي شنونکی، طاهر یرغل