فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د سولې خبرو دوهم دور پیل درشل کې کابل ته د خلیلزاد سفر
نن دویمه ورځ ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له افغان سیاستوالو سره پر کتنو بوخت دی. خو تراوسه یې له ولسمشر غني سره نه دي لیدلي.
د افغانستان له سیاسته خبرې سرچینې وايي چې شونې ده د لنډ مهالي حکومت طرحه مطرح وي او له همدې امله ولسمشر غني تراوسه له زلمي خلیلزاد سره لیدو ته لېوالتیا نه ده ښودلې.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، سالم حسنی
د سیاسي چارو کارپوه، حمزه نورستاني