نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ : دوحې ته د مرکچي پلاویو د ځينو غړو د نه سفر په اړه بحث
په قطر کې سرچینې وايي، لا تر اوسه هم د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر عبدالحکیم حقاني په ګډون د دغه پلاوي ځينې غړي له پاکستانه قطر ته نه دي تللي.
طالبانو ته نږدې دغه سرچینې د زلمي خلیلزاد له لوري د لنډ مهالي حکومت مطرح کېدل قطر ته د طالب مرکچیانو د ټولو غړو په ورتګ کې د ځنډ لامل ګڼي؛ خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند قطر ته د عبدالحکیم حقاني د نه ورتګ مساله نه مني.
له دې سره سم، د ملي روغې جوړې دعالي شورا د رسنیو چارو مشر هم د دې پخلی کوی چې، لا هم د سولې د مرکچیانو ځینې غړي قطر ته نه دي تللي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د لغمان پخواني والي، اصف ننګ
د سولې انسټیټیوټ مرستیال، بشیر هاتف