د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د مرغومې ۲۴مه نېټه
د ملي شورا یو شمېر غړي د لنډمهاله حکومت د جوړېدو د احتمال په غبرګون کې وايي چې دوی ته له جمهوري نظام پرته بل هيڅ د منلو وړ نه دی.
خو د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي اوسنی نظام جمهوري نه ګڼي او وايي حکومت د جمهوریت تر نامه لاندې دیکتاتوري کوي او ولسمشر د یو سلطان په څیر کړنې تر سره کوي.