نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: حکومت:د امریکايي ځواکونو کمښت به پر امنیت اغېزه ونه کړي
په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته د امریکايي سرتېرو له کمېدو سره جوخت، افغان حکومت وايي، د دغو ځواکونو وتل به د هېواد پر امنیتي وضعیت منفي اغېز ونه کړي.
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه اوس په خپلواکه توګه د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې وس لري.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له کمولو سره سم ویلي چې، په دغه هېواد کې صفر ته د خپلو ځواکونو د شمېر پر رسولو هم تر راروانې مې میاشتې پورې غور کوي؛ خو په وینا یې تر دې وروسته د امریکايي ځواکونو کمول به له شرایطو سره تړلې مساله وي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړل له خپل مېلمه د نړیوال امنیت له شنونکی قمرالدین جبارخېل سره بحث او خبرې کړې دي.