Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان سوله او د بایډن ممکنه تګلاره

د روانې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د امریکا د نوي‌ جمهور رئیس د لوړې ورځ ده. په دې ورځ به د امریکا نوی جمهور رئیس چې په تېرو انتخاباتو کې یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ټاکنې ګټلي، لوړه وکړي.

دده له لوړې وروسته په بهرني سیاست کې له ټولو اولنۍ او مهمه پرېکړه به د افغانستان د سولې د برخلیک په اړه وي ځکه د دوحې د موافقتنامې په اساس باید د روان کال مۍ میاشت پورې امریکایان له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي. دا چې تحلیل شي چې بایډن به د پوځیانو ویستلو ته ژمن پاته شي او که د دوحې تړون کې به تغییرات راولي، مهمه ده په دې مطالعه وشي چې بایډن چې کله د اوباما معاون رئیس جمهور و، د افغانستان په اړه څه فکر درلود او آیا اوس هم په هماغه فکر ولاړ دی او که بدلون په کې راغلی. همدا راز دې کې شک نشته چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې د رئیس جمهور رول ډېر بارز وي خو هغه د خپل ټیم خصوصاً د رئیس جمهورمعاون، د بهرنیو چارو وزیر، سی آی ای، پنټاګون، د ملي امنیت سلاکار، رسنیو، عامه ذهنیت او د سټراټیجسټانو نظرونه هم له پامه نه شي غورځولی. د امریکا د بهرنۍ پالیسي په جوړولو کې د یادو شوو ادارو او اشخاصو رول ډېر بارز دی او همدوی دي چې رئیس جمهور ورته کله له خپلې رایې هم تېرېږي.

کله چې پخواني جمهور رئیس اوباما په کال ۲۰۱۱ میلادي کې افغانستان ته تازه دمي پوځیان استول د اوباما په اداره کې یوازینی فرد چې د پوځیانو د ډېرولو مخالفت یې کاوه، جو بایډن و. بایډن له هماغه وخته په دې نظر و چې امریکا باید په افغانستان کې ډېر لږ پوځیان د کاونټر ټرورېزم یا د ټرورېزم د مخنیوي لپاره پرېږدي چې له افغانستان څخه امریکا ته خطر نه اوسي. دی له هماغه وخته په افغانستان کې د امریکا د فعالې جګړې مخالف و خو د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې چې کله ترې د ټرمپ د ادارې د دوحې د تړون پوښتنه وشوه ده وویل چې د افغانستان د خلکو او حکومت په ځای باید د امریکا ملي ګټې د امریکا د پالیسي جوړونکی فکتور وي. له دې یې مفهوم دا و چې دوی ته د افغانستان دولت او خلک د امریکا د ملي ګټو په مقابل کې هېڅ اهمیت نه لري. همدا راز د بایډن د ملي امنیت نوماند سلاکار جک سلوان هم څه موده مخکې وویل چې طالبانو سره د دوحې تړون د ټرمپ ادارې نه بلکې امریکا او د امریکا ادارو کړی، ده همدا راز ډاکټر زلمي خلیلزاد ته هم شین سګنال ورکړی و، تر څو خپل کار پر مخ بوځي.

بل طرف ته بیا د امریکا د امنیتي او دفاعي ځواکونو مشران او د کانګرس څو غړي دي چې د دوحې د تړون په اړه تشویشونه لري. له ټولو لوی تشویش چې دوی یې لري دا دی که چېرته افغان حکومت او امارت سره د مۍ میاشت پورې توافق ته ونه رسېږي، د افغانستان حالات به ډېر خراب شي او شاید خبره کورنۍ جګړې ته ورسېږي. دوی له دې ډار لري که چېرته امریکا بې له دې چې افغان لوري سره توافق ته ورسوي،‌ له افغانستانه ووځي‌، لوی مسوولیت به یې تر غاړې پاتې شي.

د امریکا له داخل څخه د افغانستان په اړه له څرګندونو داسې ښکاري چې بایډن به له لاندې درې سیناریوګانو په یوې خپل سیاست مخکې وړي.

اوله سیناریو دا چې جو بایډن د طالبانو او امریکا د دوحې د تړون په اساس د مۍ تر میاشت خپل ټول نظامیان وباسي. دې سیناریو کې به بیا دا شرط وي چې امریکا به په دې څلور میاشتو کې په تحمیلي توګه افغان حکومت او طالبان سره یوې نتیجې ته رسوي تر څو د دوی له وتلو مخکې یې دلته د کورنۍ جګړې مخه ډب کړې وي.

دوهمه سیناریو دا کېدلای شي چې جو بایډن د امریکا او طالبانو تر منځ شوی تړون لغو اعلان کړي او جګړې ته دوام ورکړي. دا سیناریو په داسې حال کې ممکنه ده چې بایډن د امریکا ټول بهرني سیاست ته تغیر ورکړی، د چین، ایران، شمالي کوریا، روسیې او د کورونا له امله رامنځ ته شوي ټول چیلنجونه له پامه وغورځوي. همدا راز د دې سیناریو د پلي کولو لپاره به د امریکايي ولس پر ذهنیت هم کار کول غواړي ځکه د افغانستان جګړې د امریکا د عام ولس په ذهن کې هم ځای بایللی. دا سیناریو په دې اساس غیر واقعي ښکاري چې دا ۲۰ کاله دوی په افغانستان کې جګړه تجربه کړه چې هڅ یې لاسته رانه وړل.

درېیمه سیناریو دا ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحې تړون ومنل شي خو په دې شرط چې د امریکا او ناټو پوځیان به تر هغې پاته کېږي تر څو چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه سره یو حل ته نه وي رسېدلي. دا سیناریو به هم د دوحې په تړون یو ځل بیا مرور ته اړتیا لري او داسې ښکاري چې له مجبوریته به طالبان هم دې ته تیار شي. دلته به یوازې تغیر دې کې راځي چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو تقسیم اوقات به تغیر مومي، نور به ټول شرایط په خپل ځای پاته کېږي.

په دوحه کې مذکراتي ټیمونه هم دې ده انتظار باسي چې له دې پاسنیو سیناریو ګانو به کومه سیناریو د نوي ولسمشر تګلاره کې شامل وي، ښکاري همدا لامل دی چې بین الافغاني خبرو کې تر دې مهال هېڅ پرمختګ نشته.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواستوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

په دغې مقاله کې لید لوری د طلوع نیوز لخوا نه تاییدېږي. د مقالې لیکوال په مقاله کې د خپلو معلوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم و، نو سموونه به په کې اضافه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه