په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی طالبان د سولې خبرو کې په نه لېوالتیا تورن وي.
د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې یو غړي نادر نادري ویلي له نهو ورځو را په دې خوا طالبان په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره رسمي غونډو ته نه دي حاضر شوي.
ښاغلی نادري پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د سولې ټینګښت او د افغانانو د وژنو پای ته رسول د دغه پلاوي له لومړيتوبونو دي او ټینګار کوي چې طالبان له نهو ورځو راهیسې په مذاکراتو کې ګډون ته نه حاضرېږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري:«د سولې تینګښت او د افغانستان د خلکو له وژنو څخه مخنیوی د افغانستان د دولت او ولس لومړیتوب دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی په پوره صداقت او اخلاص سره د همدې هدف لپاره په دوحه کې دی. ۹ ورځې کېږي چې مقابل لوری د جنګ د ختمېدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته چمتو نه دی.»
په دوحې کې د مذاکراتو د درېدو له اعلان څو ساعته مخکې، ولسمشر غني د هېواد اغېزناکې سیاسي څېرې عبدالله عبدالله، حامدکرزی او عبدرب الرسول سیاف د اوسني وضعیت په تړاو د سلا مشورو لپاره ارګ ته وروبلل.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال څرګنده کړه:«په دغې ناسته کې د تاوتریخوالي د کموالي، اوربند د تامین، د سولې مذاکراتو او د هېواد پر وضعیت خبرې اترې وشوې.»
بل خوا افغان حکومت یو ځل بیا د جګړو لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.
لوی درستیز د کندرهار ارغنداب ولسوالۍ ته په خپلې نننۍ سفر کې له طالبانو غواړي چې د سولې له اوسني فرصته ګټه واخلي.
لوی درستیز یاسین ضیا وویل:«زمو پيغام همدا دی چې طالبان له رامنځه شوې موکې استفاده وکړي اوله دې ډېر نور د خلکو اولادونه دوکه نه کړي، که چېرې واقعاً افغانان دي له جګړې او تاوتریخوالي دې لاس واخلي.»
تر دې وړاندې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم ویلي دي چې طالبان د سولې ټینګښت ته لېواله نه دي او استخباراتي معلومات ښيي چې دا ډله د پسرلنیو جګړو لپاره چمتووالی نیسي.
په دې اړه مو اندونه