Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران د ځمکي لاندې د توغندیو زېرمه جوړوي

ایران د توغندیو د زېرمه کولو لپاره تر ځمکې لاندې د نویو تاسیساتو له جوړېدو خبر ور کړی.

د ایران سپاه پاسداران وايي د تاسیساتو پرانستنه د دغه هېواد د پراخ نظامي ځواک یوه کوچنۍ بېلګه ده.

د ایران دولتي ټلویزیون د سپاه پاسدارانو د "توغندیز ښارګوټي"په نامه د یوې اډې تازه انځورونه خپاره کړي چې په کې په بالستیک او کروز توغندیو سمیال وسلې ښکاري.

ایران وايي دغه توغندي د پردیو بریدونو دفاع لپاره تولید شوي او تر دوو زرو کیلومترو په واټن نښه ویشتی شي، خو لویدیځ هېوادونه دا وسلې د ایران دا پروګرام د سیمې او نړۍ امنیت لپاره ګواښ بولي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف وايي چې هستوي هوکړې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو وخت پایته رسېدلی، ځکه ایران کې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي.

هغه زیاته کړې:«کله چې په جون میاشت کې د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته ځو، نو تازه حکومت به رامنځته شي او اوسنۍ حکومت به د جدي کار توان ونلري. وروسته له هغې باید څو میاشتې تمه وشي چې تازه حکومت په سپټمبر میاشت کې رامنځته شي.»
د امریکا متحده یالاتو مخکنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې له ایران سره د لویدیځ له هستوي هوکړې ووتو، خو د جوبایډن حکومت له راتګ سره یادې هوکړې ته د واشنګټن بیا راتلو لپاره هېلې ډېرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه