محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د افغان ځواکونو پر ملاتړ د امریکايي جنرال ټینګار
د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان وايي، افغان ځواکونه لا هم له طالبانو سره د جګړې پر مهال د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.
جنرال ریچارډ کلارک د امریکا په کانګرس کې د وسله والو ځواکونو کمېټې په یوې غونډه کې زیاته کړه، طالبانو د خپلو ژمنو خلاف په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
په دې خپرونه کې د ملي دفاع وزارت له ویاند، روح الله احمدزي او له پخواني پوځي، جنرال سیدمحمد سادات سره خبرې شوې دي.