نړیوال بانک خبرپانه کې له افغان ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د ۲۵ میلیون ډالرو مرستې خبر ورکوي.
دغه خبرپاڼه چې نن(پنجشنبې د وري په ۱۲مه نېټه) خپره شوې په کې راغلي چې دا پیسې به د ماشومانو د لومړیو زده کړو لپاره ولګول شي.
دغه مرستې به د زدهکړو د سطحې د لوړوالي، ښوونې او روزنې ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسرسي د زیاتوالي، د ښوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د ملاتړ او په سیمهییزه کچه د پوهنیزو پروګرامونو د کیفیت د لوړاوي لپاره ولګېږي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دفتر رییس، هېنري کرالي په دې اړه وایي:«افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د زدهکړو د سطحې د لوړوالي په برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي، سره له دې په دې هېواد کې ۳،۵ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي او د افغانستان په سطحه نیمایي ښوونځي مناسب تعلیمي بنسټونه نه لري.»
نړیوال بانک افغان دولت سره زدهکړو ته د لاسرسي د زیاتوالي او د کیفیت د ښهوالي په برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي.
په همدې حال کې د لوګر د پوهنې ریاست وايي د نجونو روزنې په برخه کې د ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي.
دوی همداراز څرګندوي چې دغه ولایت په ۹۹ ښوونځیو کې ۵۰ زره نجونې په زده کړو بوخت دي.
لوګر د نجونو او هلکانو لپاره ۲۷۶ ښوونځي لري او په کې ۱۶۰ زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.