د ارجنټاین فوټبال ستوری، ډیګو ماراډونا او د دغه هېواد ولسمشر مائوریسیو ماکري سره له دې چې ملي لوبډله یې د امریکا اتلولۍ جام سیالیو"کوپاک امریکا" ماته وخوړه، له مسي څخه غوښتنه کړې چې په ملي لوبډله کې پاتې شي.
په درېیو ورستیو کلونو کې د درېیو پرلهپسې ماتو سره چې د چلي هېواد پر وړاندې یې خوړه، اوسمهال د بارسلونا ستوري لیونل مسي اعلان کړی چې له ملي لوبو څخه به خدایپه اماني وکړي.
ده خپله پرېکړه وروسته له دې اعلان کړه چې د چلي لوبډلې پر وړاندې ونهتوانید خپله پنالټي سره کړي.
په دې اړه غبرګونونه زیات وه خو مارادونا له ده څخه غوښتنه کړې چې په ملي لوبډله کې پاتې شي.
مسي د یادې لوبې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د ملي لوبډلې له فوټبال څخه به په شا شي او د یادې لوبډلې لوبې د هغه لپاره پایته رسېدلي دي.
ده زیاته کړه:"هر څه مې چې په توان کې وو ترسره مې کړل. نه اتل کېدل دردونکی دی."
مارادونا په دې اړه وویل:"هغه باید پاتې شي؛ ځکه چې هغه لا هم ورځې لري چې باید لوبه وکړي."
ده همداراز څرګنده کړه:"هغه به روسیې ته (د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام) ته ولاړ شي تر څو هلته اتل شي."
۲۹ کلن مسي د نړۍ د فوټبال غوره لوبغاړی دی.
له بلې خوا د ارجنټاین ولسمشر، مائوریسیو ماکري له مسي سره اړیکه نیولې او ورسره یې خبرې کړې دي.
د ماکري ویاند په دې اړه وویل:"ولسمشر له لېونل مسي سره اړیکه ونیوه او دا چې څومره د ملي لوبډلې په نندارو ویاړ کوي او له مسي یې غوښتنه وکړه چې نیوکه ته غوږ ونه نیسي."
ماکري په خپله ټوئېټر پاڼه کې هم له مسي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
ده په خپل پیغام کې لیکلی دي:"هیڅکله مې په دې اندازه پر ملي لوبډلې ویاړ نه وه کړی. هیله ده چې د ویاړنو خوند تر ډېرو کلونو لپاره ولرو."
د لیونل مسي لومړي روزونکي، سالودوره آپاریسیو هم له مسي غوښتنه کړې چې په ملي لوبډله کې پاتي شي.
د امریکا وچي اتلولۍ لوبو کې د چلي لوبډله وتوانیده چې د پنالټي په ترسره کولو کې ۴ د ۲ پر وړاندې د دغو لوبو اتله شي. د چلي ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې کلمبیا ته ماته ورکړه ا و پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
مسي په خپله ۱۱۲مه لوبه کې د چلي پر وړاندې د خپل هېواد په ملي لوبډه کې ولاړ وه. ده په ۲۰۰۵ کال کې د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد ملي لوبډلې ته لوبه وکړه.
په دې اړه مو اندونه