د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېرو مخ په زیاتېدو دی.
د دغه وزارت په وینا، په هېواد کې د کورونا ویروس د نوي ډول ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د کورونا ویروس د انسجام او همغږۍ رییس لیث مصطفی وايي:«کابو اولس سمپلې چې اخیستل شوې دي د لوګر، جلال اباد او سروبي دي چې په دې منځ کې ۱۱ سمپله مثبت دي.»
ورته مهال د افغان - جاپان روغتون چارواکي چې د کورونا ویروس د درمنلې یو له مرکزونو څخه دی په دغه روغتون کې د ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي، او وايي چې د ورځې ۴۰ تر ۵۰ تنه د کورونا وسروس د تشخیص لپاره دغه روغتون ته راځي.
د دغه روغتون د ځانګړې څارنې په برخه کې یو ځل بیا د کووېډ ۱۹ ناروغانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.
په ظاهره دغه ناروغان ساه لنډي لري او نور روغتيايي وضعیت یې هم سم نه ښکاري.
ډاکټران وايي، له یوې اوونۍ راهیسې په دې روغتون کې د ناروغانو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی او لا هم ۶۳ کسان په دې روغتون کې بستر دي.
د افغان - جاپان د ځانګړې څارنې برخې متخصص سبحان وویل:«د ورځې ۴۰ تر ۵۰ ناروغان مراجعه کوي چې د هغوی ډېری ښه دي موږ هغوی کور ته استوو... خو د اندېنښنې وړ ناروغان بستري کېږي.»
د دغه روغتون د مسوولینو په وینا، ډېری دغه ناروغان د ختیځو ولایتونو چې له پاکستان سره راشه درشه لري، اوسېدونکي دي.
د افغان - جاپان روغتون د ځانګړې څارنې برخې مسوول شېر آغا ناصري څرګنده کړه:«هغه کسان چې پاکستان ته راشه درشه لري د کورونا ویروس په نوي ډول اخته شوي وي او هغه ناروغان چې هلته (پاکستان) تللي دي، خپلې کورنۍ یې ککړې کړې دي او زموږ دېری ناروغان له ختیځو ولایتونو څخه دي.»
په دې روغتون کې یو شمېر ناروغ لرونکي بیا وايي، که چېرې خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته پام ونه کړي؛ نو یو ځل بیا به دغه ناروغي ډېره خپره شي.
ناروغ لرونکی محمود وايي:«د عامې روغتیا وزارت اصول مثلاً واټن باید په پام کې ونیول شي.»
د عامې روغتیا وزارت د معوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵ کسان پر کووېډ۱۹ ناروغۍ اخته او له منځه یې شپږ کسان هم مړه شوي دي.