یوه امنیتي سرچینه نن سې شنبې (د وري په ۱۷مه) وايي چې تېره ورځ ماښام په ننګرهار ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه پېښه د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ په غازي بابا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یوې ډلې د پولیسو پر پوستې برید وکړ.
سرچینه همدارنګه وايي چې طالبانو د پولیسو د دغو سرتېرو تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي د دغه برید په هکله څه نه وايي.
بلخوا طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امنیتي چارواکو وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۲۶ دولتي ځواکونه وژل شوي او شپږو ولسي وګړو په ګډون ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.