د چین په ختیځ کې د سوژو ښار کې د یوه هوټل د یو برخې لوېدو پېښې تلفات ۱۷ تنه ته رسېدلي.
د چین دولتي رسنیو نن (چهارشنبه د چنګاښ په ۲۳ مه) ویلي، چې سيجي کاییون هوټل کې د اېسارو ۲۳ کسانو لهمنځه یوازې ۶ تنه یې ژوندي پاتې دي.
د رپوټونو له مخې، د ژغورنې عملیات ۶۵۰ کسانو کول چې نن سهار یې عملیات بشپړ کړل.
د جیانګسو ایالت دولت یو پلاوي ته دنده ورکړې، چې د هوټل د یوې برخې د لوېدو اصلي او کره لاملونه ومومي.
دا هوټل درې پوړیز دی او په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی، چې ۵۴ خونې لري.
د چین دولتي رسنیو د رپوټونو له مخې، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، هوټل د یوې برخې د لوېدو لامل، د هوټل د ودانۍ د جوړښت بدلون دی.
د "بیجینګ یوټ ډیلي" اخبار د رپوټ پر بنسټ، یو مېلمه چې له پېښې څو ساعته وړاندې له هوټله وتلی وو، ویلي یې دي، چې د کېندنو او بېل وهلو غږونه یې اورېدلي دي.
تر دې پېښې وروسته، د جیانګسو ایالت په ځینو نورو ښارونو کې، د ودانیو د خوندیتوب په هکله بېړنۍ غونډې شوې دي او د ودانیو په هکله د ارزونې غوښتنې شوې دي.