د ایران دولتي ټلوېزیون پرون ویلي، چې دې هېواد کې د کورونا له کبله په هرو دوو دقیقو کې یو کس مړ شوی دی، داسې چې یوه شپه او ورځ کې ۵۸۸ تنه کورونا مړه کړي دي.
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو ناروغانو ته د حکومت پر نه رسېدو نیوکه کړې، داسې چې په ځینو روغتونو کې د ناروغانو لپاره ځایونه نهشته.
له دې سره د کورونا ضد واکسینو لړۍ هم سَوکه روانه ده، چې د ایران د ۸۷ میلیونه وګړو له منځه یوازې ۴ سلنه یې واکسین شوي دي.
په ایران کې د کورونا له کبله د ټولو مړه شویو کسانو شمېر ۹۴ زره او ۶۰۳ کسانو ته رسیدلی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۴۰ زره کسانو د کورونا معاینې مثبت شوې دي، چې ورسره په دغه هېواد کې په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر څلور میلیونه او ۱۹۹ زرو نه اوښتی دی.
د ایران دولتي ټلوېزیون رپوټ کې راغلي، چې د ۲۴ ساعتونو په حساب، هرو دوو ثانیو کې یو کس په کورونا اخته شوی او په هرو دوو دقیقو کې یو کس د کورونا له کبله مړ شوی دی.
دا د تېرې میاشتې پرتله د مړینې لوړه کچه ده، ځکه چې تېره میاشت کې په یوه ورځ کې هرو درېیو دقیقو کې یو کس کورونا مړ کړی وو.
له دې ټولو سره د روان کال په جنورۍ کې د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي ایران ته د برېټانیا او امریکا جوړو واکسینو په وړلو بندیز ولګاوه او ویې ویل، چې پر دغو واکسینو باور نه کوي.