د امریکا د کانګرس یوه غړي مایک والټز پرون جمعه د امریکا ولسمشر جوبایډن ته یوه لیک کې لیکلي، چې د افغانستان خلکو او طالبانو سره مبارزې لپاره دې سملاسي ګام واخلي او د سیمې لپاره دې خپله تګلاره پام وړ بدله کړي.
ښاغلي والټز له بایډن غوښتي، چې له افغان ځواکونو دې د هوایي مرستې په ګډون ملاتړ وکړي، چې د طالبانو د بریدونو مخنیوی وشي، پاکستان باندې دې مرستې سملاسي بندې شي او زلمي خلیلزاد دې د ناورین پېښوونکې ډېپلوماټیکې تګلارې له کبله استعفا وکړي.
ښاغلي والټز په خپل لیک کې لیکلي:"د افغانستان دولت او خلک زموږ مرستو ته سخته اړیتا لري او زه له تاسې غواړم چې لاره بدله کړئ او له افغان ځواکونو پوځي ملاتړ وکړي."
د امریکا د کانګرس دغه غړي ویلي، چې بایډن باید په پاکستان کې د طالبانو ملاتړ ته څرګند پیغام ورسوي.
د امریکا د کانګرس غړي والټز ویلي:"که تاسې اوس سم چلن و نه کړي، کېدای شي د سپټمبر د ۱۱ مې د ۲۰ مې کلیزې پورې افغانستان کې ګډوډي جوړه شي. دا به یو ناورین وي، چې نه یوازې سرښیندونکي او کورنۍ به یې نارامه وي بلکې زموږ ټول هېواد به ګډوډ وي. د امریکا ملي امنیت او باور په خطر کې دي او نړۍ یوازې سیل کوي."
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې د هرات او کندهار په ګډون د ۸ ولایتونو مرکزونه ونیول.
په دې اړه مو اندونه