Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شانګهاي سازمان غونډه کې پر افغانستان بحث شوی

نن (جمعه د وږي په ۲۶ مه) د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې، د شانګهاي یا د اقتصادي همکاریو سازمان ۲۱ مه غونډه کې، د ۱۲ هېوادونو جګپوړو چارواکو حضوري او انلاین ګډون کړی.

د افغانستان اوسنی وضعیت او د شانګهای غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري د نننۍ غونډې اصلي موضوعات ول.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې غونډه کې ویلي، هېواد یې غواړي افغانستان کې یو پراخ بنسټه دولت جوړ شي.

د تاجکستان ولسمشر ویلي:"طالبانو چې سرپرسته کابینه اعلان کړې، سیاسي، قومي، ژبنی او جنسیتي برابري په‌کې په پام کې نه دی نیول شوې. په دې مانا چې راتلونکو دوو یا درېیو کلونو کې به افراطي نظریه پراخه شي او د دې امکان به زیات شي، چې دا نظریه ګاونډیو هېوادونو ته ورسېږي."

د روسیې ولسمشر په دې غونډه کې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي:"د شانګهاي همکاریونو سازمان دې افغانستان کې له امریکایي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته، موجودو خطرونو جدي کېدو او عمومي مسایلو په هکله بحثونه وکړي."

د هند لومړي وزیر هم ویلي، چې سیمه کې د افراطیت پراخېدو ته اندېښنه لري.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي:"تر ټولو لویه ننګونه چې سیمه ورسره مخامخ ده، د امنیت او باور نشتوالی دی. د دې ننګونو د جدي کېدو لامل افرطیت دی. افغانستان کې وروستیو تحولاتو دا ننګونې ډېرې کړې."

د پاکستان لومړي وزیر عمران بیا افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې په اقتصادي همکاریو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې پاکستان په افغانستان ټول‌ګډونه حکومت غواړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ویلي، د چین او روسیې په مشرۍ د شانګهاي همکاریو سازمان دې طالبانو سره د افراطیت د مخنیوي لپاره خبرې وکړي.

میرضیایوف دا هم ویلي، چې طالبانو سره د خبرو اسانوالي لپاره دې، نړۍوالو بانکونو کې د افغانستان بندې شوې پیسې ازادې شي.

د ازبکستان ولسمشر ویلي:"بشرپال وضعیت ته په پام، موږ وړاندیز کوو چې نړۍوالو بانکونو کې د افغانستان تړل شوي حسابونه ازاد شي."

د دې غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو مشرانو یو بل سره کتلي هم دي.

د چین ولسمشر ویلي، ایران به د شانګهاي سازمان د پوره غړي په توګه ومنل شي.

په تاجکستان کې د شانګهاي د همکاریو سازمان غونډه کې پر افغانستان بحث شوی، خو د افغانستان یو استازی هم په‌کې نه و.

شریک یي کړئ