د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې درېیمه
د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي شهاب الدین دلاور پر امریکا غږ کړی چې له افغانستان سره دې د متقابل احترام او تعامل لاره پرانیزي.
طالبانو د څلورو انسان تښتوونکو جسدونه د هرات ښار په څلور لارو کې راوځړول او سلګونه هراتیان یې د راځړول شویو مړو نندارې ته ورټول وو.
د پاکستان صدراعظم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې ویلي، نړیواله ټولنه دې د طالبانو د نوي حکومت د منزوي کولو پر ځای د هغوی د پياوړتیا لپاره هڅه وکړي.
په دې اړه مو اندونه