اروپايي ټولنه او قطر وايي چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلن، له نړۍوالې ټولنې له خوا د هغوی د رسمیت پېژندلو په وړاندې خنډ شوی دی.
قطر وايي چې اسلامي امارت باید د رسمیت پېژندلې لپاره د نړۍوالې ټولنې شرطونه ومني.
له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د قطر ځانګړی استازی ټينګار کوي چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو چلن د نړۍ والې ټولنې له خوا د هغوی د په رسمیت پېژندلو په وړاندې خنډ دی.
له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د قطر ځانګړی استازی مطلق بن مجید آل قحطاني زیاتوي:«موږ هیله من یوو چې، هغوی ښځې پر کارونو وګوماري؛ ځکه په یوې ټولنه کې د ښځو رول خورا مهم دی. موږ هغو ته ویلي چې، قطر د اسلامي هېوادونو یو موډل دی. موږ داسې ښځې لرو چې، لوی لوی مسوولیتونه پر غاړه لري.»
له دې سره سم، د مصر د الازهر جومات خطیب په یوه ټویټ کې چې په پښتو یې لیکلی د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ کړی دی.
هغه لیکلي:«اسلام چې راغی د جاهليت دودونه يې له منځه يوړل دوی ښځو ته حق نه ورکولو او د يو نابشپړ انسان په حيث به يې ورسره چلن کولو چې هېڅ اراده او حقونه نه لري.»
رسنۍ او د خواله رسنیو کارونکي د دغه ټویټ مخاطب طالبان ګڼي.
له بل لوري د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعین هم له اسلامي امارته غواړي، په حکومت کې ښځو او نجونو ته ونډه ورکړي.
د ښځو د حقونو دفاع کوونکې شکریه بارکزۍ وايي:«باید په حکومت کې ښځو او نجونو ته ونډه ورکړل شي او هغوی حق لري چې روزنه وویني او کار وکړي. دا د حکومت او خلکو لپاره مهم دي.»
تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې، دوی د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې ښځو ته د کار او زده کړو حق ورکوي.
په دې اړه مو اندونه