د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بخلي وايي چې د اسلامي امارت پلاوي نن (دوشنبې د سلواغې ۴مه) د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې له لوېدیځو ډيپلوماټانو سره ولیدل او خبرې اترې وکړې.
له وړاندې نه د ټاکل شوې اجنډا له مخې،په اوسلو کې د مدني ټولنې له استازو سره د اسلامي امارت د پلاوي له لومړنیو مخامخ خبرو وروسته، د دغو مذاکراتو دوې نورې ورځې د نړۍوالې ټولنې له استازو سره د کابل خبرو ته ځانګړې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي دي، چې د دوشنبې په ورځ د اسلامي امارت پلاوي، د امریکا،بریتانیا،ناروې، جرمني، ایټالیا، فرانسې او اروپايي ټولنې له استازو سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:«په دغو خبرو اترو کې د اقتصادي مسایلو، بشري مرستو، امنیت، د مرکزي بانک او روغتیا په هکله بحث شوی دی.»
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې ویلي دي،چې واشنګټن به له طالبانو سره رڼې ډېپلوماسۍ ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وویل:«موږ له خپلو متحدینو، همکارانو او مرستتندویو بنسټونو سره په ګډه له طالبانو سره د خپلو اندېښنواو د یوه باثباته، حقونو ته د احترام لرونکي او ټولشموله افغانستان په تړاو خپلې رڼې ډېپلوماسۍ ته دوام ورکوو.»
د امریکا د بهرنیو چارو یو چارواکي هم ویلي دي چې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدل له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د ښځو د کار حق او د نجونو د زده کړې حق د اُسلو د غونډې په اجنډا کې له شاملو مسایلو دي.
د پوهنتون استاد سید باقر محسني په دې هکله وویل:«اړتیا ده چې دننه په افغانستان کې د یوه دوامداره، باثباته او ټول ګډونه نظام د رامنځته کولو لپاره باید عملي او اغېزناک ګام پورته شي.»
که څه هم اسلامي امارت دغه خبرې له افغانستان سره نړۍ د رسمي تعاملاتو د پېلېدو یوه درېڅه ګڼي، خو ناروې ویلي دي،چې د اوسلو غونډه به د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو په معنی نه وي.
په دې اړه مو اندونه