د انتالیا ډېپلوماسۍ غونډه په ترکیه کې د نړۍ د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شوه. دا غونډه به د یکشنبې تر ورځې دوام وکړي.
ټاکل شوې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له افغانستان سره د نړۍ د تعامل په اړه خبرې وکړي.
د اسلامي امارت پلاوي د قطر له چارواکو او د افغانستان لپاره د امریکا له استازي سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت په یو لړ ټویټونو کې دا ناستې پاستې د نوي حکومت د اړیکو د پراخېدو لپاره ګټورې ګڼي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: «په دې کتنه کې د اسلامي امارت د نظام په رسمیت پېژندلو، اقتصادي ودې او د سیاسي اړیکو د پراخولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سربېره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ به د افغانستان او نړۍ سره د نړیوالې ټولنې پر اړیکو خبرې وکړي.
امیر خان متقي وايي: «اسلامي امارت د رسميټ پېژندلو ټول شرايط پوره کړي او بايد نړۍ يې په رسميت وپيژني، د افغانستان شتمنۍ بايد خلاصې شي او له افغانستان سره بايد تعامل وشي او دا د افغانانو حق دی.»
په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو کارپوه سید سجادي وايي: «زه فکر نهکوم چې دا ډول ناستې به تر هغو ګټورې وي چې د اسلامي امارت له لوري د نړۍ شرایط پوره نهشي او مثبت ګامونه پورته نهشي.»
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د اسلامي امارت پلاوی به د انتالیا د غونډې په درشل کې د بیلابیلو هېوادونو او بنسټونو له استازو سره هم له نوي حکومت سره د هغوی تعامل او همداراز د بشري مرستو پر زیاتېدو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: «موږ هیله لرو چې په دې غونډه کې به ټول اړوند مسایل او د امریکا لهخوا پر افغانستان فشار راوړل شي.»
د انتالیا په دې درې ورځنۍ غونډه کې به د سولې او جګړې د لګښتونو، د رهبرۍ، د ښې ډيپلوماسۍ لپاره د سیمهییزو او نړیوالو مسیرونو، سولې او سوکالۍ په تړاو خبرې اترې وشي.
په دې اړه مو اندونه