د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې ۰۴مه
یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی چې، د ۵۵ افغان سکهانو او هندوانو یوه ډله له کابل څخه ووتله او ډیلي ته ورسېده.
د «انډین اېکسپرس ورځپاڼې» لیکلي، چې دم ګړۍ په افغانستان کې یوازې ۴۳ هندوان او سیکهان پاتې دي.
بل لور ته اسلامي امارت وايي، چې دوی په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو ټولو حقونو ته درناوی لري او هغوی باید له افغانستانه ونه وځي.
په دې اړه مو اندونه