په فراه ولایت کې یو مرستندویه بنسټ ۵۵۰ اړمنو ښځو او نارینهوو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د حرفوي زدهکړو پروګرام تنظیموونکی بریالی نصرت وايي: «دا برنامه د شپږم میاشتو لپاره ده او په درې پړاوونو کې پلي کېږي او په ټوله کې ۵۵۰ نارینه او ښځینه پهکې حرفوي زدهکړې کوي.»
بلخوا د دې پرواګرام ګډونوال د حرفوي زده کړو له برابرېدو خوښي څرګندوي.
فریبا یو له هغو مېرمنو ده چې له دې پروګرام په ګټه اخیستو توانېدلې خیاطي زده کړي او دا مهال یو شمېر نورو نجونو ته د خیاطۍ زده کړې ورکوي.
خیاطه فریبا شریفي وايي: «تر اوسه پورې موږ سلو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، خو که ځای لږ ډېر شي، کولای شو، دا شمېر نور هم ډېر کړو.»
په همدې حال یو شمېر مېرمنې چې د خیاطۍ زده کړو پروګرام کې شاملې دي، د خوښۍ په څرګندولو سره له مسوولینو غواړي چې دوی ته لا زیات ورته فرصتونه برابر کړي.
زدهکوونکې فریبا وايي: «دا چې دلته په کار بوختې شوي یوو، سل په سلو کې ترې خوښ یوو.»
زدهکوونکې شیما وايي: «له موسسو مو غوښتنه ده چې موږ ته لا ډېر وسایل راکړي، څو وکولای شو، سم کار وکړو.»
په همدې حال د دې ولایت سیمهییز مسوولان وایي، دغو کسانو ته به له حرفوي زده کړو وروسته د کار زمینه هم برابره کړي.
د فراه د کار او ټولنیزو چارو رییس شیر محمد حق طلب وايي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ دوی ته کار برابر کړي، څو دوی وکولای شي یو عاید ولري.»
د مسلک زده کړه د کورنیو د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزمنه بلل کېږي، خو د کاري فرصتونو نشتون د دې لامل شوی چې ډېری مسلکي مېرمنې وزګاره او یا هم کورناستي ته اړې شي.
په دې اړه مو اندونه