د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د مسکو له مشورتي ناستې وروسته ویلي، د دې غونډې پر مهال په افغانستان کې د ملي پخلاینې او ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار وشو.
د دې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې پر سولې، ثبات او پرمختګ ټينګار کړی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، مسکو هڅه کوي چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره زمینه برابره شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف زیاتوي: «زموږ موخه دا ده چې، په افغانستان کې واقعي ملي پخلاینه رامنځته شي. یعنې د داسې یوه دولت جوړول چې پکې ټولې سیاسي ډلې حضور ولري.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، په اوسني سرپرست حکومت کې د ټولو قومونو استازي حضور لري او دغه حکومت ټولګډونه دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «موږ د خپل ټول ګډونوالي په اړه اندېښنه نهلرو او اسلامي امارت پهدې لټه کې دی، په کومو برخو کې چې نیمګړتیاوې وي، د بشپړولو لپاره یې ګامونه پورته کوي.»
له بل لوري بهرنیو چارو وزارت سره له دې چې د دغه ډول غونډو جوړېدل ستايي، خو زیاتوي چې، هېچا ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې، په افغانستان کې نظامي تأسیسات جوړ کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل زیاتوي: «د یوه خپلواک نظام په توګه به هېڅکله چا ته اجازه نهورکوو چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي.»
د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې، په هغه کې د اسلامي امارت هېڅ استازی حضور نه لري.
پهدې غونډه کې د چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجیکستان، قرغیزستان، ازبیکستان او ترکمنستان استازو له نورو مسایلو سربېره د افغانستان په تړاو هم څرګندونې وکړې.
په دې اړه مو اندونه