د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د بدلونونو په ځانګړې توګه د افغانستان په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او دا موضوع یې په افغانستان کې د ټیکاو، هوساینې او پراختیا د بېرته را ګرځېدو لپاره مهمه ګڼلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:«که څه هم موږ د افغانستان له موقتي واکمنانو سره اړیکې لرو، خو موږ په افغانستان کې د ثبات، سوکالی او پرمختګ لپاره د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوو.»
د اسلامي امارت ویاند د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې د افغانستان اوسنی حکومت ټولګډونه دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«په اوسني حکومت کې د ټولو افغانانو شمولیت شته دی. اسلامي امارت د خپلو ټولو خلکو اړتیا پوره کوي او ورو ورو ټول هغه مسایل حلوي، چې اندېښنې يې په اړه موجودې دي.»
بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي زیاتوي، د ټولګډونه حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ موضوع ده، خو له اسلامي امارت غواړي، چې کار اهل کار ته وسپاري.
د سیاسي چارو شنونکي حکمت الله حکمت وویل:«په افغانستان کې د حکومت جوړول، د حکومت د شکل ټاکل او په نظام باندې بحث دا د افغانانو کورنی سیاست دی، چې نړۍوالو پورې اړه نه لري.»
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ هم څرګندوي:«اسلامي امارت باید هڅه وکړي، ترڅو په اوسني حکومت کې د افغانستان ټول قومونه او قشرونه خپل ځانونه وویني.»
تر دې وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان، پاکستان، روسيې، تاجیکستان، امریکا او ځينو نورو هېوادونوهم په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه