چارواکی وایي، له نږدې پنځه میاشتني ځنډ وروسته د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (کب ۱۰مه) به د پلازمینې تر څنګ په ټول هېواد کې د پاسپورټ ورکړې بهیر له سره پیل شي.
په یوې خبري غونډه کې د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو وویل، دمګړۍ په هېواد کې په کافي اندازه د پاسپورټ کتابچې شته.
د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب وايي: «راروانه چهار شنبه به په مرکز او ولایتونو کې په یو وار باندې په هماهنګۍ باند انشاء الله د پاسپورټ بهیر پیلېږي او د پاسپورټ د اسانتیا په برخه کې موږ ډېر زیات کوښښ کړی.»
د پاسپورټ عمومي ریاست د چارواکو په خبره، پهدې اداره کې د جعل او کمېشنکاریو مخه نیول شوې او په وینا یې د هر ولایت اوسېدونکي کولای شي پهخپلو ولایتونو کې پاسپورټ تر لاسه کړي.
د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکي وایي، هڅه کېږي، په ورځ کې تر لس زره ټوکه پاسپورټونه هېوادوالو ته ووېشل شي.
د پاسپورټ عمومي ریاست مرستیال شیرشاه قریشي وايي: «مخکې یوازې د کابل لپاره سېسټم پرانیستی و، ټوله نوملیکنه یوازې د کابل لپاره وه، خو له دې وروسته کولای شي، خپل اړوند ولایت هم غوره کړي.»
د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن زیاتوي: «د پاسپورټ عمومي ریاست په انګړ کې د امنیتي کمروز نصب او فعالولو، د سېسټم لویوالی او پراختیا، د نوبت اخیستلو پروسې اسانه کول، د پاسپورټ وېبپاڼې پراختیا، د پاسپورټ انلاین فورمه د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصول.»
له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د پاسپورټ ورکړې په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کابل اوسېدونکی احمد میلاد وايي: «دا چې د پاسپورټ ریاست پرانیستل شو او خلک کولای شي د راتلونکې چهار شنبې په ورځ پاسپورت واخلي، باید د روڼتیا لپاره یو غوراوی وجود ولري.»
د کابل یو بل اوسېدونکی سیفالله وايي: «دوی دې نور هم هڅه وکړي چې روڼتیا رامنځته شي او پروسه په شفاف ډول سر ته ورسېږي.»
د کابل اوسېدونکی سید فهد وايي: «کوم کسان چې په نوبت کې دي، خدای دې وکړي چې ټولو ته په خپل نوبت ورسېږي او د نورو ستونزو مخه هم ونیول شي.»
د پاسپورټ عمومي ریاست مرستیال ډاډ ورکوي، دا وار یې د پاسپورټ ورکړې لپاره بشپړ چمتوالی نیولی او په وینا یې بیا به دغه بهیر و نه ځنډول شي.
په دې اړه مو اندونه