د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، افغانستان ته د چینایي پانګوالو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر یونیم کال کې چین د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دوه مېلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.
د شنبې په ورځ هم، یو شمېر چینایي پانګوالو د لمریزې برېښنا او د افغانستان د لویو لارو د بیارغونې په برخو کې د پانګونې په موخه د دغه وزارت له مرستیال سره کتلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«د کانونو د استخراح او پروسس په برخه کې، په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو په برخو کې او د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخو کې یې تړونونه کړي دي چې د هغه عملي کار پیل شوی دی. د دغې پانګونې ټولیز ارزښت دوه مېلیارد ډالرو ته رسېږي. او همدارنګه د ګمرکونو او ټولو برخو عصري کولو تړون به هم له بهرنیو کمپنیو سره لاسلیک شي.»
د سیاسي چارو شنونکي شاکر یعقوبي هم وویل:«داسې برېښي چې چین غواړي د اقتصادي همکاریو له لارې د افغانستان په سیاست کې ځان ته ډېر ځای پيدا کړي او د افغانستان په سیاست کې د خپلو پياوړو سیالانو ونډه له اقتصادي لارې کمزورې کړي.»
بل خوا، په افغانستان کې د چینایي شرکتونو مسوول وایي، چې اوسمهال په افغانستان کې تر شلو زیات چینایي شرکتونه فعالیت لري.
په افغانستان کې د یوه چینايي شرکت مسوول یو مینگ خو زیاتوي، که چېرې اسلامي امارت پانګوالو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي نو په افغانستان کې به پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شي.
چین په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د کانونو په برخه کې لوی تړونونه ترلاسه کړي دي. اوسمهال د لوګر د مس عینک او د آمو سیند د نفتي حوزې تړونونه له چینایي شرکتونو سره دي.
په دې اړه مو اندونه