د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې چین د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونې ته لېواله دی.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړی زیاتوي چې ډېر ژر به د هېواد د نفتو او ګازو د حوزو ساحې داوطبۍ ته وړاندې شي او د داوطبۍ په دغه بهیر کې کورني او بهرني شرکتونه ګډون کولای شي.
همایون افغان وویل:«وزیر صاحب د هغوی له پانګونې هر کلی کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د تېلو او ګازو له سرچینو غني دی او ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان د تېلو او ګازو ځينې ساحې د اکتشاف او استخراج لپاره اعلان کړي.»
بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه د بهرنیو هېوادونو پانګونه د هېواد د عوایدو په زیاتېدو او د بې وزلۍ په کمېدو کې مهه بولي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«هم چیني او هم افغاني شرکتونو ته ډېر ښه فرصت دی. موږ هیله لرو چې دغه تړونونه د ملي ګټو په بنسټ ترسره شي او سیمهییزې ملاحظي هم په پام کې ونیول شي او ښه فرصت دی هم د افغانستان لپاره او هم د چین لپاره.»
بل خوا، د اقتصادي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې د بهرنیو پانګونو زیاتېدل به خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر وویل:«مستقیمه بهرنۍ پانګونه په ځانګړې توګه هغه مهال چې د دغې پانګونې کچه زیاته وي کولای شي چې د کومارنې او د اقتصادي وضعیت ښهوالی برابر کړي، خو هغه څه چې په پانګونه کې په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې مهم دي باید ورته پاملرنه وشي چې د افغانستان کانونه په کمه بیه د بهرنیو پانګوالو په واک کې ورنه کړل شي.»
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګر وزارت ویلي دي، چې چین په وروستي یو نیم کال کې په افغانستان کې د دوه میلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه