اوباما طالبان یوه ماتې خوړلې ډله ده
د امریکې ولسمشر اوباما طالبان یوه ماتې خوړلې ډله بولي او وايي چې ترهګر نه شي کولای د امریکې له منګولو خلاص شي.
د بشپړې خپرونې د لیدو لپاره دا ځای کښیکاږۍ:
اوباما د دې هیواد په کانګرس کې وویل چې بن لادن نور امریکې ته یو ګواښ نه دی او القاعده د تیښتې په حال کې یوه ډله.
اوباما ټينګار کوي چې امریکايي سرتیري به په خپل وخت له افغانستان څخه وزي،خو ټينګار کوي چې له کابل سره به د واشنګټن مرستې دوام دارې وي.
بارک اوباما ویلي دي:« د طالبانو وړتیاوې نورې له منځه تلي دي او د القاعدې ډلې نور غړي د تیښتې په حال کې دي خو خلاصیدی نه شي، دا کار په عراق کې د اورپکو پر وړاندې د جګړې پای ته د رسیدو لپاره ټاکونکی دی.»
دی په عراق کې د خپل ماموریت پای ته رسیدل له ترهګري سره په مبارزه کې اغیزمن بولي.
ده زیاته کړه:« د القاعدې غړي له یمنه تر پاکستان پورې د تیښتې په حال کې دي، ځکه دوی پوهیږي چې د امریکې له لاسه تښتیدلي دي.»
دی افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو پر لیږد ټينګار کوي او وايي چې امریکايي سرتیري به هم په خپل وار سره وزي.
ښاغلي اوباما وویل:« موږ له دې ځواکمن ځای څخه د افغانستان د جګړې پای ته رسیدل پیل کړي دي، لس زره سرتیري مو کور ته را ګرځيدلي دي او درې زره نور به یې تر اوړي پورې راشي، افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لیږد لړۍ دوام لري، موږ له افغانستان سره اوږد مهالې همکاري کوو، ترڅو دا هیواد پر امریکې د برید سرچینه ونه ګرځي.»
اوباما ددې هیواد د اردو کړنې وستایلې او ټينګار یې وکړ امریکا به یو نړیوال زور وي.
په دې اړه مو اندونه