ګفتمان: د نوماند وزیرانو د پېژندنې ځانګړې خپرونه
مېلمانه:
د بهرنیو چارو وزارت د استراتېژیکو مطالعاتو رییس، دوکتور فرامرز تمنا
د پوهنتون ښوونکی، حامد صبوري
د لومړۍ برخې په اړه پوښتنې:
۱ بیوګرافي او کاري او تحصیلي مخینه
۲ په کومو پستونو او ځایونو کې د کار تجربه
۳ د ملي یووالي حکومت په اړه لورلید
۴ د وزارت پست د ترلاسه کولو لپاره اصلي انګیزه
۵ هغه کاري خپرونې چې د راتلونکي لپاره لري
۶ هغه نیمګړتیاوې او نقصونه چې اوس مهال ورسره مخامخ یو
۷ ستاسو د وزارت په پېر کې به کوم توپیرونه رامنځته شي؟
۸ د کابینې د جوړښت په اړه ستاسو لورلید څه دی؟
۹ د کابینې په جوړښت کې د ښځو د ګډون کچه څه ډول وینئ؟
۱۰ ستاسو په اند ولسي جرګه باید وړاندیز شويو نوماند وزیرانو ته د باور رایې د ورکولو لپاره کوم معیارونه په پام کې ونیسي؟
۱۱ ستاسو شتمنۍ څومره ده؟
۱۲ دوه ګونی تابعیت لرئ یا نه؟
۱۳ کورنی وضعیت مو څنګه دی؟ (مېرمن او کوچنیان)
د دوهمې برخې پوښتنې:
۱ د کابینې د پېژندنې په اړه مو لورلید څه دی؟
۲ ولسي جرګه باید د کومو لومړیتوبونو سره د پېژندل شوې کابینې ارزونه وکړي؟
۳ د ښځو د برخې اخیستنې کچه څه ډول ارزوئ؟
۴ د تخصص او وړتیا اصل تر کوم حده په پام کې نیول شوی دی؟
۵ کوم څه چې په اوسنیو شرایطو کې د هېواد او ښاریانو مصلحت دی، څه دی؟
د بشپړې خپرونې د لیدو لپاره، دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه