د فراه ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د داعش ډلې یو مهم قومندان د طالبانو له خوا وژل شوی دی.
د ګلستان ولسوال، اجمل زاهد څرګندوي چې د داعش ډلې د ځانمرګو بریدونو د روزنې مسوؤل، عبدالرزاق مهدي په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
ویل کېږي چې د نوموړي له وژل کېدو ډېر وخت تېر شوی، خو څوک دا خبر نه تائیدوي.
زاهد زیاتوي، د ګلستان ولسوالۍ له هلمند سره ګډه پوله لري نو ځکه طالبان او د داعش غړي په آسانۍ سره دې ولسوالۍ ته راځي.
عبدالرزاق او د داعش ډلې بل قومندان له دوو کلونو راهیسې دې ډلې ته کسان ګمارل.
طالبان د تېر کال راهیسي د داعش ډلې غړي په نښته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغان ځواکونو په بیلابیلو عملاتو کې ۹ تنه د داعش غړي وژل شوي وو.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وه چې پچیراګام ولسوالۍ کې ۴ تنه د داعش ډلې غړي د افغان ځواکنو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې د دفاع وزارت هم په خبرپاڼه همدې ولسوالۍ کې د نورو عملیاتو په ترڅ کې د ۵ داعشیانو له وژل کېدو خبر ورکړی وه.
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې نا امنه ولایت دی چې تر ډېره په کې داعشیان او طالبان خپل فعالیتونه کوي.
په دې اړه مو اندونه