د المان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر وايي چې د المان مرکزي المان باید اجازه ولري ترڅو هغه کسان چې امنیتي ګواښونه رامنځته کوي،باید بهر کړي.
ویل کېږي چې د کډوالو د بهر کولو د مرکزونو جوړول د برلین د امنیت د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد له طرحو څخه دي.
ښاغلی دیمیزیر غواړي چې د دغه هېواد فډرال پولیس دغه هېواد پر ۱۶ ایالاتونو څارنه ډېره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په برلین کې د کریسمس په بازار کې د لارۍ ډوله موټر په واسطه له ترهګریز برید څخه وروسته د المان د کورنیو چارو وزیر د پناهغوښتونکو او امنیتي دستګاه د منظمولو لپاره لومړني پروګرامونه مطرحه کړل.
دیمیزیر وویل:«زه وړاندیز کوم چې فډرال حکومت باید د (خطرناکو کډوالو)د اقامې د جواز د لغوې لپاره ډېر ځواک ولري.کهچېرې داسې وشي،بهر کېدل به د فډرال حکومت له خوا په نېغه توګه ترسره شي.»
هغه زیاته کړه چې هغه هوډ لري چې د فډرال حکومت تر څار لاندې د بهر کېدو مرکزونه جوړ کړي.
په دې ترتیب سره رد شوي پناهغوښتونکي،د ایالتونو تر مدیریت لاندې مرکزونو څخه به د فډرالي حکومت د ساتنې مرکزونو ته ولېږدول شي.