د ننګرهار ځايي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په دغه ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې څلور بهرني غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې بهرنیو ځواکونو د اچین ولسوالۍ په باندر خور سیمه کې هوايي بریدونه ترسره کړل.
هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې د داعش ډلې ۴ بهرني غړي وژل شوي چې د هغوی په ډله کې د پاکستان او تاجیکستان وګړي هم شامل دي.
د هغه په ویاند،په دغو عملیاتو کې مُلکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.