Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زابل په شملزي ولسوالۍ کې د طالبانو له‎خوا د ګمرک جوړېدل

د باروړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي ادعا کوي چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د زابل شملزیو ولسوالۍ ته په راتک سره طالبان هغوی ته د ګمرکي پاڼو په ورکړې سره له هغوی څخه پيسې اخلي.

یو شمېر موټر چلوونکي ادعا کوي  کله چې له پاکستانه توکي واردوي اړ دي چې د شملزيو په سور ځنګل سیمه کې له اتو تر ۱۵ زرو کلدارو د ګمرک په نوم طالبانو ته ورکړي.

د بار وړونکي موټر چلوونکی رحیم الله وویل:«هلته سم ځای لري پنډعالي لري،هغوی تل هلته وي،نه څه ویلای شو او نه غږ پورته کولای شو.»

د بار وړونکي موټر بل چلوونکي عبدالشکور هم وویل:«نه طالب زور لرو او نه هم د دولت،زموږ د لارې پر سر درېږي او وايي چې پیسې راکړه،دغه یې پاڼې دي چې موږ ته یې راکړي دي.»

دا موټر چلوونکي وايي چې د شملزيو ولسوالۍ  څخه د قلات تر ښاره سرحدي پولیس او سیمه‎يیز پولیس هم په زور له موټر چلوږنکو پیسې اخلي.

 اخوا د زابل ولایتي شورا وايي چې طالبان د شملزيو په سرحدي ولسوالۍ کې هره میاشت له درې زرو موټرو د ګمرک په نوم پیسې اخلي.

د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ څرګنده کړه:«په هغو سیمو کې چې دولت واکمني نه‎لري ،طالبانو هلته ګمرک جوړ کړی،له هر موټر څخه ۱۵ زره کلدارې اخلي.»

د شملزيو ولسوالۍ د زابل تر ټولو نا امنه ولسوالۍ بلل کېږي چې له پاکستان سره ۶۴ کیلو متره ګډه پوله لري، سیمه‎يیز چارواکي مني چې د دغې ولسوالۍ د ۳۴ کیلو متره پولې اداره د دولتي ځواکونو په لاس کې او  ۳۰ کیلو متره نوره د طالبانو تر کنترول لاندې ده.

یو شمېر موټر چلوونکي ادعا کوي  کله چې له پاکستانه توکي واردوي اړ دي چې د شملزي په سور ځنګل سیمه کې له اتو تر ۱۵ زرو کلدارو د ګمرک په نوم طالبانو ته ورکړي.

شریک یي کړئ