د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د پنجشنبې په شپه د امریکايي پوځ لخوا د داعش په مرچلو د تر ټولو ستر غیر اټومي بم کارولو د خلکو غبرګونونه راپارولي دي .
یو شمېر کسان په دې باور دي چې امریکا به له دې وروسته د ترهګرۍ په وړاندې جدي مبارزه وکړي.
د کابل اوسېدونکی دور محمد وطن دوست وايي:«دا د افغانستان د خلکو په ګټه دی چې امریکا د داعش او طالب او نورو ډلو د لهمنځه وړلو لپاره داسې عملیات په لاره واچوي.»
د کابل بل اوسېدونکي میرویس هم وویل:«کهچېرې امریکا وغواړي چې په افغانستان کې جګړه ودرول شي،په ۲۴ ساعتونو کې ارامي به راشي.»
په دې لړ کې ځینې نظرونه هم شته، چې امریکا په هېواد کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې صادقانه عمل نه کوي او د دې برید تر شاه بله موخه لري.
د پلازمېنې اوسېدونکی ظاهر څرګندوي:«هغوی(امریکایان) خپلو موخو ته د رسېدو لپاره فکر کوي،دا کار په اصل کې د روسیې په وړاندې ترسره کېږي.»
یوشمېر نور هېوادوال بیا دا برید غندي او وايي چې امریکا باید د ترهګرو اصلي پټنځایونه له پولې هغې غاړې ته په نښه کړي.
د کابل اوسېدونکی عبدالوهاب په ډاګه کړه:«د ترهګرو اصلي اډې له پولې هغې غاړې ته دي او امریکا پر دې پوهېږي.»
د کابل اوسېدونکی سیال محمد بیا وايي:«د خپلو موخو لپاره یې دا کار کوي هغه ۱۱ ټني بم یې چې په افغانستان کې کارولی،ولې هغه ځای کې چې داعشیان دي نه کاروي.»
د هېواد وګړي وايي که چېرې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالاتونه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له افغان حکومت سره صادقانه عمل وکړي نو په هېواد کې به تلپاتې سوله ټینګه شي.