د ټرانسپورټ او مُلکي هوايي چلند وزارت چارواکو نن چهارشنبې( د غوايي په ۲۰ مه) د «سرحدي تېرېدو د جواز» د «تیر» په نامه غوڼده کې په کابل کې وویل چې دغه وزارت یوه تطبیقي پروګرام طرحه کړی چې د هغه پر بنسټ له نورو هېوادونو سره د ځمکنیو لېږد رالېږد ستونزه به حل شي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ښاغلي ډاکټر محمدالله بتاش وویل «په افغانستان کې د نړیوال ځمکني ټرانسپورټ فعالول او پلي کول یو داسې ملي لومړیتوب دی چې د سوداګرۍ او ترانزیت زیاتېدو زمینې چمتو کولو کې به مرسته وکړي.»
هغه زیاته کړه :«د نړیوال ځمکنی ټرانسپورټ جواز څخه په ګټې اخیستو سره به نوره د دې اړتیا نوي چې توکي د پیچلو ګمرکي کړنلارو څخه تېر شي یا په سرحدي دروازو کې وځندېږي.»
له پولې د تېرېدو جواز یا «کارنټ تېر» چې د واټ د نړیوال سازمان د غړو هېوادونو له خوا صادرېږي او له مخې یې سوداګریز توکي د ځمکې له لارې د هېوادونو له پولې له تېرېدو وروسته نړیوالو بازارونو ته رسېږي.
افغانستان له کلونو راهیسې د دغه سازمان غړیتوب لري؛ خو تر اوسه یې له دغه فرصت نه په سمه توګه ګټه نه ده پورته کړې.
د امریکا د پراخیتايي ادارې استازي مکس لي په دې اړه وویل:«د افغانستان باروړونکي شرکتونه نه شي کولای چې د واټ د نړیوال سازمان له فرصتونو څخه ګټه واخلی؛ له همدې امله موږ هڅه کوو د ټرانسپورټي شرکتونو او موټر چلوونکو د وړتیاوو د لوړو لپاره د دوه کلونو زده کړو لار هواره کړو.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مهمند وویل:«له تیر څخه د ګټې اخیستنې په چاره کې د دولتي بنسټونو نه همکاري، د نړیوال سازمان له غړو هېوادونو سره د هوکړه لیکونو نشتوالی، د تير لپاره د سوداګریزو مشخصو سیمو نشتوالی او د چلوونکو لپاره د ویزو لپاره ستونزې اصلي ستونزې دی.»
خو د ټرانسپورټ وزارت وايي چې اوس یې د واټ په نړیوال سازمان کې له شته فرصتونو د ګټې اخیستنې لپاره عملي پروګرامو جوړ کړی دی.
د مالیې وزارت مرستیال شفیق الله قاري زاده څرګنده کړه:«مالیې وزارت له تیر څخه د ګټې اخیستنې لپاره یو لړ اقدامات کړي، په ګمروکونو کې د تیر د مدیریت رامنځته کول، د تورخم،حیرتان،اقینه،شیرخان بندر د سرحدي ګمرګونو معرفي او تشخیص او همدارنګه د کابل ،هرات،بلخ او کندز محصولي ګمروکونه د نړیوال واټ له سازمان سره او د ګمرکونو د کارکوونکو د وړتیاو لوړل.»
د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رییس ښاغلي هربرټ سمیټ په دې اړه وویل «د نړیوال ځمکنې ټرانسپورټ سیستم څخه د افغانستان ګټه اخیستنه د سیمې د لا ادغام او د افغانستان راتلونکي کې د اسیا سیميیزو قدرتونو سولهیزې ونډې تضمینولو لپاره یوه خورا ښه وسیله ده.»
هغه زیاته کړه: «د نړیوال ځمکني ټرانسپورټ کنوانسیون پلي کول د نړیوالو لارو مقررو ته د افغانستان ژمنتیا څرګندوي. نړیوالو مقررو ته د افغانستان ژمنتیا د هغو سختو هڅو له خوا هم ثابته شوه چې په ۲۰۱۷ کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د دغه هېواد ګډون لامل شوي.»
د سوداګرس او صنایعو خونې چارواکي وایي چې د واټ په نړیوال سازمان کې له شته فرصتونو د ګټې اخیستنې لپاره د کارنده پروګرامونو پر نشتوالي سربیره ؛ د موټر چلوونکو لږ پوهای او د نړیوال ټرانسپورټ پر قوانینو د هغو نه پوهیدل په دې برخه کې نورې هغه ننګونې دي چې اوس مهال هم د هېواد ټرانسپورټي سسټم نړیوالو بازارونو ته په مستقمه توګه توکي نه شي رسولای .
د نړیوال ځمکنی ترانسپورت سیستم په نړۍ کې د ترانزیت یواځنی سیستم دی چې د لاریو چلوونکو ته اجازه ورکوي چې د سرحدي پولو څخه توکي په خوندي توګه او د خورا لږ ځنډ سره ولیږدوي او د ګمرکونو چارو ادارو ارزښتمن وخت او پیسې سپموي. افغانستان په ۱۹۷۵ کال کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ، خو د لسیزو شخړو وروسته، دغه هیواد یواځي په ۲۰۱۳ کال کې خپل غړیتوب بیرته فعال کړ او اوس د دغه کنوانسیون کړنلارو تطبیق پیل کوي. د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د هیواد بالقوه ترانزیتي فعالیت ته یو ملي لمړیتوب ورکړی دی. د کانفرانس په لړ کې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت او د افغانستان ګمرکاتو ادارې استازو د سوداګرۍ او د حکومت عوایدو زیاتولو په موخه د هیواد ترانزیتي ځواک څخه ګټې پورته کولو لپاره د شوو هڅو په اړه ویناوي وکړي.