Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روسیې سفارت د طالبانو په تمویل کې د دغه هېواد لاس لرل رد کړل

که‎څه هم د ځیني افغان سیمه‎ییزو په ځانګړې توګه د افغانستان په سوېل کې، روسي سلاکاران د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو په جامو کې د طالبانو په لیکو کې لیدل شوي،خو په کابل کې د روسیې سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو د مسکو د ملاتړ ادعاوې ردوي او وايي چې دا «یوازې یوه بې بنسټه ادعا»ده.

تېره اوونۍ د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وویل چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او روسیه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د جنګي ماشین د فعال والي لپاره، هغوی تمویل او سمبالوي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه هېوادونه په افغانستان کې له جګړې څخه ګټه اخلي.

ښاغلي رازق تېره اوونۍ له رسنیو سره په مرکه کې وویل:«له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۵ مه له طالبانو سره اړیکه لري. دا څرګندونې غلطې دي چې وايي موږ په تازه‎ګۍ سره له دغې ډلې سره په اړیکه کې یوو.»

هغه زیاته کړه:«روسان له پخوا څخه ترهګر تمویل او تجهیز وي او له ډېرې مودې راهیسې له دغې ډلې سره اړیکه لري. اوس چې په ډګر کې په ښکاره حضور لروي له ایرانیانو او پاکستانیانو سره په ګډه د ترهګرو ملاتړ کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د هند ملي امنیت سلاکار اجېټ دووال د مسکو د امنیتي غونډې په څنډه کې، له یو بل سره لیده کاته وکړل.

د ملي امنیت شورا دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې د چهارشنبې په ورځ یې خپره کړې وايي چې ښاغلي اتمر له خپل هندي سیال سره د دوه اړخیزو امنیتي او سیاسي همکاریو او همدارنګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي اتمر د سې‎شنبې په ورځ د مسکو په امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.

ټاکل شوې ده د مسکو اتمه کلنۍ غونډه د ۲۵ هېوادونو د مشرانو او استازو په ګډون د سې‎شنبې او چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

دغه غونډه له داعش او نورو ترهګرو ډلو د مبارزې څرنګوالی به وڅېړلي.

شریک یي کړئ