روسیي رسنیو د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت په حواله وايي چې ښايي د داعش ډلې مشر ابوبکر البغداي د روسي جنګي الوتکو په برید کې وژل شوی وي.
دغه ادعا تراوسه تأیید شوې نه ده؛ خو روسي ځواکونه په سوریه کې د داعش ډلې په وړاندې عملیات کوي.
د روسیې دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویلي:«د هغو مالوماتو پر بنسټ چې له څو خواوو څېړل شوي دي، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغداي، چې د روسي ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو،همدارنګه د دغې ډلې له نورو غړو سره په یوه غونډه کې حضور درلود.»
له دې وړاندې ویل کېږي چې ابوبکر البغدادي د عراق په موصل ښار کې ژوند کاوه او د عراقي ځواکونو د عملیاتو له پیل څخه وروسته له هغه ځایه سوریې ته وتښتېد.
په دې اړه مو اندونه